ایکنانیوز د تسنیم له قوله ر اپور راکړ، د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر سراج الحق په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیررضا امیري مقدم سره په کتنې کې د حکومتونو په سویه دایران او پاکستان دوواړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا او هماراز ددواړو هیوادونو ترمینځ د ولسی ارتباطاتو د مضبوتیا په ضرورت په ټينګارسره ووئيل، امریکا په سیمې کې د بحرانونو اصلی ریښه ده او هغوي پوځيان په هرځای کې چې وي ،د مشکلاتو او ترینګلتیاؤ لاملونه دي.
هغه د فلسطین دمظلوم ملت سره په مرستو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د رول په قدرونې سره ټينګار وکړ، دغزې اوسیدونکي له ډيرو بوږنونکو شرائطو سره لاس او ګریوان دي او د اسلامی نړۍ له هیوادونو دمونږ غوښته دا ده چې له فلسطینیانو سره دې د سملاسي مرستې لپاره په وړاندې ګام پورته کړي.
د پاکستان د جماعت اسلامی امیر په دوام کې د اسلامی مذهبونو له نزدیکت څخه پ ه ملاتړ کې د خپل ګوند پر پیاوړي ژمنتیا او د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالي د پیاوړتیا لپاره ددینونو ترمینځ په تعامل ټينګار وکړ.