IQNA

مسلمان رهبران؛هندي حکومت دې د اسلامی مقدساتو ساتنه وکړي

12:44 - February 04, 2024
د خبر لمبر: 3488669
ایکنا- دهندوستان د مسلمانانو یو شمیر مشرانو په دې خبرې په ټينګار سره چې د هند حکومت باید د جوماتونو او دهندوانو د مندرونو په سر  اختلافات ختم کړي، له حکومته ئې په دغه هیواد کې د مسلمانانو دعبادتځایونو او نورو مقدساتو د خوندی ساتلو غوښتنه وکړه.

ایکنا دالجزیره له قوله راپور راکړ، دهند مسلمانانو لوړپورو مشرانو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له حکومته غوښتي څو  د هندو مندر او  جوماتونو په سر دې اختلافات ختم کړي . دوي اعلان کړی ،  مسلمان لږکی  خطره احساسوي او  د خپلو عبادتځانونو او مقدساتو د ساتنې غوښتونکي دي.

 په ترټولو وروستۍ یوې جنجالی دوسیې کې یوې محکمې  تیره اونۍ هندوانو ته اجازت ورکړڅو په هغه جومات کې   چې مخنیه ئې اولسمې پيړۍ ته ورګرځي ، خپل دینی دستورات ترسره کړي ،هندوان ادعا کوي دغه جومات د هندوانو دمندر پر کنډوالو جوړ شوی ؤ.

د هند مسلمانانو د شخصي حقوقو د تنظیم () عمومی منشي مولانا خالد سیف الله  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،په هیواد کې ډ یری خلک  ادعا کوي چې ځیني تاریخي  جوماتونه د معبدو له ړنګیدا وروسته جوړ شوي دي ، خو دا تورونه سم نه دي.

مولانا رحماني د مسلمانو رهبرانو په ټول کې  خبریالانو ته ووئيل، مونږ له حکومته غواړو چې  دغه شان اختلافات دې ختم کړي او دهیواد سیکولري جوړښت دې وساتي . هغه ووئيل، په هیواد کې مسلمانه ټولنه خپله ساډوبی او ګواښ احساسوي. د هند د کورنیو چارو وزارت  د دوي ددغو څرګندونو پّ باب هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

 نیوکه کونکي  مودي سرکار او د بی جې پي واکمن  ګوند   د مسلمانانو په ضد  د افراطي پروګرامونو په اجرا او دتوپير په دودولو تورنوي ،خو هغه دغه خبرې ردوي.

داپه داسې حال کې دي چې نریندرا مودي  دتیرې جنورۍ په لومړیو کې  په ایودیا کې یو لوي مندر افتتاح کړی او  په دغه ځاي کې ئې چې د بابری جومات تر پيړیو پيړیو پورې په دغه ځاي کې موجود ؤ ، او افراطي هندوانو څو کاله مخکې په بشپړ ډول په کنډوالې بدل کړی ؤد یوه لوي مندر د جوړولو ژمنه کړې وه،څو په راتلونکو انتخاباتو کې خپل ریټ پورته کړي.

ددغه لوي او جنجالي رام مندر افتتاح په هندوستان کې د عامو انتخاباتو له ترسره کیدا څو میاشتې مخکې افتتاح شوی دی ، ټاکل شوې ده، په هندوستان کې عام انتخابات  غالبا په راتلونکي جولائي میاشت وروستیو کې ترسره شي.

له دې وروسته هم ځينو محکمو ځيني فیصلې کړي دي چې په اساس به ئې د بنارس ښار پشمول په ځينو نورو ښارونو کې هم جوماتونه ړنګ او په ځاي به ئې مندرونه جوړ شي ، چې د هندي مسلمانانو سخته غوسه اوکرکه ئې راپارولې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4197642

captcha