IQNA

د هندوستان د مسلمانانو په ضد د توپیري قانون اجرا

8:17 - March 14, 2024
د خبر لمبر: 3488878
ایکنا- هندی حکومت  تیره ورځ د ښاریزو توپیري قانون چې په ۲۰۱۹کال کې تصویب شوی او مسلمانان ددغه هیواد د تابعیَّت له ترلاسه کولو محروموي ،په رسمي توګه اجرا کړ.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، هندوستان د هندو، سیک، بودائي زرتشتي اومسیحي دینو  هغو پیروکارو ته د تابعیّت  د ورکولو  دچټک کولو په خاطر  چې  له افغانستان، بنګله دیش اوپاکستانه  هندوستان ته تښتیدلي دي،د ښاریزو ترمیم ؛  په نامې سره یو توپیري قانون تصویب کړ. دغه قانون  ددغو درو هیوادونو مسلمان ښاریز  د ښاریزد حیثیّت یا تابعیّت  له ترلاسه کولو محروموي. دغه قانون په ۲۰۱۹ کال کې د هندوستان د پارلیمان له خوا تصویب شوی ،البته د هندی افراط پال لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت ددغه قانون اجرا په نوي ډيلی اونورو ښارونو کې له مرګونو اعتراضونو سره له مخامخیدا وروسته چې په څو ورځو کې پکې لسګونو کسان ووژل شول، د اجرا مخه ونیوله.

په دغو اعتراضیه غونډو کې دټولو دینونو پیروکارو  اعتراض کونکو  ګډون وکړ، دهند مسلمانانو هم اندیښنه وښودله چې  چې دغه قانون ممکنه  ده ،د ښاریزو دملی ثبتیدا له وړاندیزي پلان سره یوځاي ، د دوي دڅنډې ته کولو لپاره  یوه پلمه وګرځوي.

د نریندرا مودي حکومت مدعی شوی  د ۲۰۱۹کال د ښاریزوالي قانون  هغو دیني لږکیو ته د تابعیّت د ورکولو په موخې سره یو انسان دوستانه اقدام دی چې کړؤنې اواذیت کونې تښتیدي دي او له دې به د هندي ښاریزو په ضد استفاده ونشي.

د هندي حکومت  اصلی مخالف ګوند  کانګرس  ددغه قانون په اجرائي کیدا په نیوکو سره وئیلي دي، ددغه قانون داجرا کیدا زمانبدي  له انتخاباتو بالکل وړاندې په څرګنده  د انتخاباتو دقطبي کونې لپاره پلان شوې ده.

په دغه قانون نیوکه کونکي وائي  چې  دمسلمانانو په ضد ددغه تاؤتریخوالي په وړاندې  مودي سرکار روښانه چپتیا د هغه یو شمیر ترټولو افراطي او سرزوري ملاتړي  لاسپين سترګي کړي دي او  د دوي په ضد نفرت خورول زیات کړي دي .

 هندوستان  کابو دوه سوه میلیون مسلمانان لري چې اسلام، د یو اعشاریه څلور میلیارډ آبادۍ لرونکي ددغه هیواد  دوهم لوي دین  حسابیږي. دهندوستان  مسلمان لږکی ددغه هیواد په درستو سیمو کې خور وور دی او له هغه مهاله چې نریندرا مودي په ۲۰۱۴کال کې واک  ته رسیدلی ، له لازیاتو تاؤتریخجنو  حملو سره مخامخ شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4205073

 

captcha